د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د وسلو او مهماتو د برابرولو مسئول له:
- ۷ موټرو
- یو میل کلاشینکوف
- ۳۵۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت ډوله چاودېدونکو توکو
- ۴۸ کیلوګرامه پوتاشیم کلوراید ډوله چاودېدونکو توکو
- د هاوان له ۲۹ سرګلولو
- ۶۸۰ کیلوګرامه نشه ای توکو
- د BM1 له ۲۹ سرګلولو
- ۱۷ کیلوګرامه تروتېلو
- د کلاشینکوف له دریو پرتلو
- او ۴ بستو ثانیه سوزېدونکې فلیتې سره نیولی دی.
ترهګرو ډلو هوډ درلود له یادو وسلو او مهماتو څخه په ترهګریزو بریدونو کې ګټنه وکړي.