کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR)دوه ویشتمه ناسته ترسره شوه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 11 حوت 1394 ساعت 19:12


 د پایلو له پاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) د مشرتابه پلاوي دوه ویشتمه ناسته د روان کال د کب د میاشتې په 11مه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو او د پوهنې وزارتونو خپل پروپوزلونه وړاندې کړل. دوی په خپلو پروپوزلونو کې د یادو وزارتونو د اصلاحي طرحو، دندو، تشکیلاتو، اصلاحاتو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د یادو وزارتونو وړاندیزونه واوریدل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په خپلو ادارو کې د اصلاحاتو له پاره پروګرامونه لري. ده زیاته کړه چې د دولتي ادارو دنده ده چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. که چیرې په اداراتو کې د اصلاحاتو په موخه ښې طرحې وړاندې شي، د مالیې وزارت به د قانون په چوکاټ کې د بودجې په برخه کې ورسره همکاري.’’

د پایلو له پاره د وړتیاؤ لوړولو په دغه ناسته کې د مالیې وزارت ترڅنګ د بهرنیو چارو، پوهنې، اقتصاد، ټولنیزو چارو، کرنې، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون او د CBR چارواکو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د پایلو له پاره د کاري وړتیاؤ لوړولو پروګرم د مشرتابه پلاوي تشکیل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځ ته شوی چې په دولتي ادارو کې د دې پروګرام له لارې د متخصصو او تجربه کارو کارکوونکو د ګمارنې، روڼتیا او د اصلاحاتو د راوستو او د اساسي پلانونو د پلې کیدو په برخه کې منظمه څارنه او نظارت وکړي.


د مطلب کود: 123293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123293/د-وړتیا-لوړولو-پروګرام-cbr-دوه-ویشتمه-ناسته-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com