کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان پوځي پلاوو سره ليدلي

خبرگزاری صدای افغان )آوا) - کابل , 29 دلو 1394 ساعت 18:03

د افغانستان او پاکستان د قول اردو د قوماندانانو په کچه پوځي پلاوو په بلوچستان کې سره ليدلي دي.


د افغانستان او پاکستان د قول اردو د قوماندانانو په کچه پوځي پلاوو په بلوچستان کې سره ليدلي دي.
دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د پاکستان د عامه اړيکو له دفتره د سلواغې په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د يو قول اردو قوماندان ډګر جنرال فقير د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه ښار کې د سوېل قول اردو له قوماندان ډګر جنرال عامر رياض سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې په سرحدي سيمو کې پر امنيتي همغږيو او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو پلاوو موافقه وکړه چې په خپلو ساحو کې به پر امنيتي موضوعاتو همغږي زياتوي.
سرچينې زياته کړې چې افغان پلاوي د پاکستاني ځواکونو د هغو سرتېرو پر څلي د ګلونو ګيډۍ کېښودې چې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې وژل شوي دي.
د يادونې ده، تېره مياشت د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان د پاکستان پېښور ښار ته سفر وکړ او د ځايي قول اردو له قوماندان سره يې ليدلي وو.


د مطلب کود: 122884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122884/د-افغانستان-او-پاکستان-پوځي-پلاوو-سره-ليدلي

آوا
  https://www.avapress.com