کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما د داعش د فعالیتونو د پراخېدو پر وړاندې د مبارزې امر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1394 ساعت 11:20


سپينه مانۍ وايي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد د ملي امنيت سلاکارانو ته امر کړى چې په ليبيا او نورو ځايونو کې د  داعش د فعاليتونو د پراخېدو په وړاندې مبارزه وکړي.

داعش ډلې په ليبيا کې له روان کړکېچ نه په استفادې په "سِرت" ښار کې خپل فعاليتونه زيات کړي او هلته يې د تېلو پر ځينو تاسيساتو حملې هم کړې دي.

د امريکا دفاع وزير اشټن کارټر وويل؛ داعش ډله په ليبيا کې د رونيزو پوځي ساحو په جوړولو سره د نورو بهرنيو جنګياليو د جلبولو هڅه کوي.

دې ډلې تېر کال په عراق او سوريه کې هم ورته هڅې کړې وې.

په همدې حال کې د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک د چهارشنبې په ورځ وويل:

"امريکا اوس وخت لږ شمېر پوځي پرسونل ليبيا ته لېږلي چې هلته له محلي ځواکونو سره په خبرو کې د ليبيا اوسنى وضعيت ځان ته معلوم کړي."

د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي؛ امريکا په ليبيا کې د پوځي انتخاب په لټه کې ده.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغه پیښي له امله په قهر شوي چي ویل کېږي؛ د ایران يوې بې پېلوټه الوتکې د څارنې لپاره د امريکا پر يوې کښتۍ چې الوتکې هم لېږدولاى شي؛ الوتنه کړې

د امريکا دفاع وزير وايي چې په دې پېښه سخت په قهر شوي دى چې ايران د امريکايي ماڼوګانو د نيولو جريان عکاسي کړى دى.

د امريکا الوتکې لېږدوونکې کښتۍ په خليج کې د هغو پوځي عملياتو په ملاتړ فعاليت کوي چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پرخلاف روان دي.

دا پېښه وروسته تر هغه کېږي چې ايران د امريکا لس بېړۍ چلوونکي ١٦ ورځې مخکې ونيول؛ وروسته يې بېرته خوشې کړل.


د مطلب کود: 122051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122051/اوباما-د-داعش-فعالیتونو-پراخېدو-پر-وړاندې-مبارزې-امر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com