کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عثماني: ولسمشر دې زموږ د ارزونو له پایلو سره سم عمل وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 قوس 1394 ساعت 13:10


د دغه پلاوي یوه غړي محمد یاسین عثماني ازادي راډیو ته وویل چې هیله لري په نږدې راتلوونکې کې د خپلو څېړنو نتایج له ولسمشر سره شریک کړي.

ښاغلی عثماني زیاتوي: "موږ خلکو ته وایو چې د امکان ترحده، خدای حاضر او وظیفه مقدسه ګڼو او ټول حقایق له دوی سره شریکوو."

دغه پلاوی وروسته له هغه د ولسمشر له خوا وګمارل شو چې د هوشمند په نوم ښارګوټي د پرا نېستلو په غونډه کې خلیل الله فروزي ګډون وکړ او دا کار له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

فروزي چې د کابل بانک قضیې یو له لویو پوروړو څخه دی، په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیرسید منصورنادري وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په بیاــ بیا غوښتنو سره یې فروزي ته د دغه ښار ګوټي د جوړولو اجازه ورکړې ده.

خو ښاغلی محمدي چې د اوس لپاره یې د ولسمشر له خوا دنده ځنډول شوې، د نادرې دا څرګندونې رد کړې.


د مطلب کود: 119572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119572/عثماني-ولسمشر-دې-زموږ-د-ارزونو-له-پایلو-سره-سم-عمل-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com