کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 عقرب 1394 ساعت 16:03


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي دینګ شیجون وویل، افغانستان د چین یو مهم شریک دی او په همدې دلیل چین له افغانستان سره په ګډه هڅه کوي، چې په سیمه کې د ترهګري د له منځه وړلو، په افغانستان کې د پایداره سولې د تامین او اقتصادي پرمختګ په برخه کې کار وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت استازي په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغانستان د هڅو ستاینه وکړه او مهمې یې وبللې.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد د مرستو قدرداني وکړه او په افغانستان کې د پرمختګ، د سولې د تامین او د سیمې د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د چین هڅې ارزښتناکې وبللې.

د هېواد جمهور رئیس وویل، باعزته او پایداره سوله د افغانستان اساسي غوښتنه ده . هغه زیاته کړه په افغانستان کې د سولې تامین دوه بعدونه لري، یو له پاکستان او دویم له طالبانو سره سوله .

جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت دې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو او ورانکارو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د افغانستان د خلکو پر ضد د جنګ اعلان کوي. هغه وویل، دا اقدام به د ترهګرو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د پایداره سولې د صادقانه همکارۍ ښکارندوی وي.

محمداشرف غني ترهګري د افغانستان ، پاکستان او ټولې سیمې لپاره یو ګډ تهدید وباله او د دغه خطر د له منځه وړلو لپاره یې په ګډه او صادقانه مبارزه ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 118830

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118830/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-چین-ولسي-جمهوریت-له-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com