کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو او داعش له لوري پر منځنۍ اسیا د یرغل په وړاندې د روسيي خبرداری

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس ورزشی , 7 عقرب 1394 ساعت 13:46


د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پوله کې د طالبانو چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره وفاداري اعلان کړې ده، راغونډېدو د حملې خطر خورا زیات کړی دی.

افغان ژورنالیست او د سیاسي چارو نظرخاوند دانش کړوخېل وايي، فکر نه کوي چې طالبان او داعش په خپل منځ کې جوړ راشي او بیا په ګډه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تهدید پېښ کړي.

افغانستان د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پوله لري او د دغو هېوادونو له لارې د افغانستان ډېره اندازه مخدر مواد روسیې ته قاچاق کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان حالات حساس پړاو ته نژدې بللې و او د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوریتونو یې ږغ کړی و چې د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره اقدام ته ځان تیار کړي.

خو په همدې منځ کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وايي چې روسیه د افغانستان په شمال کې له غیر مسوولو وسله والو سره مرسته کوي.

تردې مخکې ډیلي بیسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې مسکو له طالبانو سره پټ تماسونه نیولي او مرستې یې هم ورلېږلي دي.

دانش کړوخېل وايي، ویل کېږي چې ممکن روسیه به د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې په دغه هیواد کې د داعش د نفوذ مخه ونیول شي.

ښاغلی کړوخېل وايي چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې له ډېر پخوا راهیسي شته، خو د عطف نقطه یې په لوګر کې د یوې روسۍ الوتکې له لوېدو او د هغه د پېلوټ له نیول کېدو وروسته وه.

د ده په وینا پاکستان هم له روسیې سره د طالبانو د اړیکو په جوړولو او د روسیې د مرستو په جلبولو کې رول لرلی دی.

تر دې پخوا د ایران په اړه هم ویل شوي و چې په فراه کې یې د داعش په وړاندې له طالبانو سره مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 118353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118353/د-طالبانو-او-داعش-له-لوري-پر-منځنۍ-اسیا-یرغل-په-وړاندې-روسيي-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com