کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ ځینې سیمې طالب وسله والو نیولي دي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 26 میزان 1394 ساعت 15:34


پر همدې مهال د نادعالي ولسوالۍ یوې امنیتي سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي؛ ازادي راډیو ته وویل چې د نادعالي ولسوالۍ پر امنیتي کمربند د وسله والو په حمله کې د ملي اردو څلور پوستې او د دې ولسوالۍ د لوی مانده سیمه د وسله والو طالبانو لاسته لویدلي دي.

سرچیني زیاته کړه چې په دې حمله کې د پولیسو د قومندان په ګډون لس پولیس هم وژل شوي دي.

پر همدې مهال د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخیل ازادي راډیو ته وویل چې دوی په سیمه کې عملیات پیل کړي او تر دا مهاله دوه پوستې چې طالبانو نیولي بېرته افغان سرتیرو نیولي دي.

ملاخیل زیاته کړه چې په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي او هڅه به وکړي چې پاته سیمي هم د وسله والو مخالفینو څخه پاکي کړي.


د مطلب کود: 117813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117813/د-هلمند-ولایت-نادعلي-ولسوالۍ-ځینې-سیمې-طالب-وسله-والو-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com