کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردګو ۷۵ سلنه ښوونځي د کتابونو د نشتوالې ستونزې مخامخ دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سنبله 1394 ساعت 15:41


چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت ۷۵ سلنه ښوونځي د تعلیمي کتابونو د نشتوالې له ستونزو سره مخامخ دي او د پوهنې وزارت څخه یې غوښتنه وکړه،چې دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي .

د دغه ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي په داسې حال کې چې د تعلیمي کال له پیل څخه یې ۶ میاشتې په تېریدو دي،خو لا هم د دغه ولایت ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د پوهنې وزارت له لورې درسي کتابونه نه دي ورکړل شوې .

نوموړی زیاته کړه،ټاکل شوې وه،چې سږ کال ۴۵۴ زره کتابونه میدان وردګو ولایت ته ورکړل شي،خو تر دا مهاله یواځې ۸۸ زره کتابونه دوی ته ورکړل شوي،چې له مخې د دې ولایت اکثریت ښوونځیو کې زده کوونکي د کتابونو د نشتوالې ستونزه سره مخامخ دي .

هغه وایي وزارت یې د کتابونو د چاپ چارې ترسره کوي او کله چې هم دغه کار بشپړ شي نو دوی ته به بشپړ کتابونه په واک کې ورکړي .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات خواشیني ښکاره کړه،چې د تعلیمي کال ډیره برخه په تېریدو ده،خو لا هم د دغه ولایت ښوونځیو زده کوونکو ته په پوره توګه کتابونه نه دي ورکړل شوې .

ده د پوهنې وزارت څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت د ښوونخیو زده کوونکو ته ژر تر ژره درسي کتابونه راوستوي .

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي علي حسین بلیغ هم د میدان وردګو والي سره د لیدنې په ترڅ کې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د یادونې وړده په میدان وردګو ولایت کې ۴۸۲ تعلیمي ادارې شتون لري،چې په کې ۱۷۶۸۰۰ یوسلو شپږ اویا زره اته سوه زده کوونکي زدکړې کوي .


د مطلب کود: 116021

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116021/میدان-وردګو-۷۵-سلنه-ښوونځي-د-کتابونو-نشتوالې-ستونزې-مخامخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com