کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین له پاکستان غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1394 ساعت 13:39


په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر دنګ شیجونګ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره د یوې لېدنې په ترڅ کې و ویل، چې هېواد یې له پاکستان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي.

د چین سفیر زیاته کړه، چې هېواد یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو او وسایلو د مرستې پر ژمنې ولاړ دی او پدې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغان دولت له تګلارو او نوښتونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له افغان دولت سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسی جمهوریت له همکاریو د مننې تر څنګ و ویل چې: ((د چین د ولسي جمهوریت له خپل سیمه ییز نفوذ څخه په ګټه اخېستنې یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هلو ځلو ملاتړ ته هڅولای شي.))

د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخیز درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او له ګاونډیو هېوادونو هم هیله لري، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره خپلې اړیکې د همدې اصل پر اساس تنظیم کړي.

په دې لېدنه کې د دواړو خواوو پر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسلو هم خبرې وشوې.


د مطلب کود: 115736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115736/چین-له-پاکستان-غوښتي-چې-په-افغانستان-کې-د-سولې-لپاره-صادقانه-هلې-ځلې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com