کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت په تیرو ۴میاشتو کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۵۰۰عملیات کړي

د صدای افغان افغان خبری آژانس , 8 اسد 1394 ساعت 14:52


دفاع وزارت وایې، په تیرو څلور میاشتو کې یې د وسله ولو مخالفینو د ځپلو لپاره په ټول افغانستان کې څه باندې پنځه سوه عملیات کړي دي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دغو عملیاتو کې یې اووه سوه وسله وال مخالفین نیولي دي:


((موږپه څلورو میاشتو کې په څه باندې۵۶۰قاطع، تصفیوي او ځانګړیو عملیاتو کې اضافه تر اووه سوه کسان نیولي دي.

طبعاً د مخالفینو د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېر له همدې زیات دی چې ما تاسو ته وویل.))

د ښاغلي امان په وینا، له یو نیم کال راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو د نیولو لپاره عملیات دوام لري خو دغه عملیات په وروستیو څلورو میاشتو کې شدید شوي دي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس دغه راز وویل، چې په دغه ترڅ کې د ملي اردو ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه تبصره نده کړې.


د مطلب کود: 114945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114945/دفاع-وزارت-په-تیرو-۴میاشتو-کې-ټول-افغانستان-څه-باندې-۵۰۰عملیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com