کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل

13 ثور 1394 ساعت 19:53




د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د افغانستان په اداره کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ، وې ویل چې د تدارکاتو د کمیسیون ریاست چارې پخپله دی له نیږدې څخه څاري، په قراردادونو کې د فساد د مخنیوي او په چاروکې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره په غوڅه توګه اقدامات کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په هېواد کې اقتصادي وده د ملي وحدت د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او زموږ ډېر تمرکز به پر اقتصادي مسئلو وي


د مطلب کود: 110987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110987/جمهور-رئیس-غني-د-ملګرو-ملتونو-سازمان-پروژوي-خدمتونو-ادارې-له-چارواکو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com