کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مذاکراتو د آوازو او د چین هېواد د منځګړیتوب په اړه د اسلامي امارت وضاحت

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 دلو 1393 ساعت 13:16


په دې وروستیو کې په رسنیو کې داسې آوازې خپرې شوې چې ګني د افغانستان اسلامي امارت د کابل له ادارې سره د ګاونډي هېواد چین په منځګړیتوب د سولې مذاکرات پیل کړي، او په دې ترڅ کې چین هېواد ته د اسلامي امارت د یو پلاوي تګ د دلیل په توګه وړاندې کېږي.
باید ووایو چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ، سیمې، په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره له پخوا اړیکې درلودلې دي، او وخت په وخت له اړتیا سره سم راشه درشه سره لري، چې ګاونډی هېواد چین هم د همدې هېوادونو له ډلې څخه يو دی. اسلامي امارت به د چین هېواد په شمول له نورو همسایه او د نړۍ له هېوادونو سره لیدو کتو او سفرونو ته د اړیکو جوړولو، پراخولو او د خپل دريځ روښانه کولو په موخه ادامه ور کوي.
د افغانستان اسلامي امارت تل غوښتي او غواړې چې له نړۍ، سیمې او په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې ولري؛ خو کومه چې د سولې په اړه د مذاکراتو لپاره د منځګړیتوب خبره ده، اسلامي امارت په دې اړه تر اوسه په خپل مخکني دریځ ولاړ دی او هېڅ کوم هېواد ته یې په دې موخه سفر نه دی کړی چې ګواکي منځګړیتوب دې وکړي او یا یې د نوموړي هېواد د منځګړيتوب وړاندیز ته مثبت ځواب ویلي وي. له همدې کبله کومې آوازې چې په رسنیو کې ښکته پورته کېږي، حقیقت نه لري.
د یادونې وړ ده چې ګڼو هېوادونو وخت په وخت د خپلې خواخوږۍ له مخې چې له افغان ولس او اسلامي امارت سره یې لري، اسلامي امارت ته وړاندیزونه کړي چې د هېواد د ستونزې د هواري لپاره له خپل وس سره سم هر ډول مرستو ته تیار دي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې په دې اړه د ټولو اړونده لوریو هڅو او هلو ځلو ته په درنه سترګه ګوري، تر اوسه یې په دې اړه نوی تصمیم نه دی نیولی، هر کله که په دې اړه نوی تصمیم نیسي، هغه به خامخا خپل ولس او نړۍ ته په ډاګه څرګندوي.


د مطلب کود: 106073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106073/د-مذاکراتو-آوازو-او-چین-هېواد-منځګړیتوب-په-اړه-اسلامي-امارت-وضاحت

آوا
  https://www.avapress.com