کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 دلو 1393 ساعت 12:45


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،لغمان،کندز،کندهار،ارزګان،لوګر،غزنی،خوست،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۳ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ،فاریاب،لوګر،خوست او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 106069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106069/۷-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com