کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان: مظاهره کوونکو د شارلي ابدو پر دفتر د برید ستاینه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 جدی 1393 ساعت 14:59


سلګونو کسانو د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې په فرانسې کې د شارلي ابدو پر دفتر د برید ستاینه وکړه.
دا مظاهرې د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیل شوې چې د دې برید دوې ورځې تیرې شوې.
دوو وسله والو کسانو د جنورۍ پر اومه نیټه په پاریس کې د شارلي ابدو پر دفتر په برید سره د دوو پولیسو په ګډون دولس تنه خبریالان او کارتونیستان ووژل. دغه مجله وړاندې هم د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور کښلو له کبله څو ځلي له ګواښ سره مخامخ شوې وه.
برید کوونکو د الله اکبر نارې وهلې او د حملې پر مهال یې ویل چې په دې سره یې د اسلام د پیغمبر غچ اخستی دی.
افغان چارواکي وايي، د ارزګان ولایت مظاهره کوونکو دغه برید کوونکي اتلان بللي او د ولسمشر له خوا یې د دې پيښي پر غندنې انتقاد کړی دی.
د دې ولایت امنیه قومندان مطیع اله خان ویلي چې چارواکو ته له وړاندې د دې لاریون په اړه خبر ورکړل شوی و او په افغانستان کې د بیان د آزادۍ له مقرراتو سره سم اجازه ورکړل شوې ده چې لاریون وکړي.


د مطلب کود: 105265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105265/ارزګان-مظاهره-کوونکو-د-شارلي-ابدو-پر-دفتر-برید-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com