کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عملیاتو په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان له ګڼ شمېر مهماتو سره یو ځای ونیول شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 جدی 1393 ساعت 13:35


د میدان وردګو ولایت امنیتي مؤظفینو تېره شپه په چک او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو به ترڅ کې درې ماین خښوونکې او یو بل وسله وال طالب له ګڼ شمېر مهماتو سره یو ځای ژوندي ونیول.
د چک ولسوالۍ په علیشه دره سیمه کې امنیتي مؤظفینو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د ګل بهرام په نوم یو وسله وال طالب ژوندی ونیول شوو .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې،چې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې ترسره شول،امنیتي ځواکونو ۶ عرادې موترسایکلونه،۳۰ فیره د هاوان مرمۍ،۲کیلو چاودیدونکې توکې،دوه حلقې بوشکه یې ماینونه،دوه فیره د ۸۲ ملي متري توب مرمۍ او یو شمېر نور مهمات او توکې شامل وو، د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول.
همدا راز امنیتي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ،شیخ اباد سیمې په عزیراله سیمه کې هم ګډو کوزنیو ځواکونو عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې درې ماین جوړونکې د یوه حلقه بوشکه یې ماین،چې غوښتل یې د تخریبي اعمالو په موخه یې ځای پر ځای کړي،ونیول شول .
به ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .


د مطلب کود: 104720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104720/د-عملیاتو-په-ترڅ-کې-۴-وسله-وال-طالبان-له-ګڼ-شمېر-مهماتو-سره-یو-ځای-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com