دکندهار د پولیسو مشر د افغانستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له پولې ورهاخوا او د پاکستان په خاوره کې طالبان په نښه کړي.
د بي بي سي د راپور له مخې جنرال عبدالرزاق د شورآبک له سیمې له ستنیدو وروسته وویل چې دښمن د پاکستان د سرحدي پولیسو د چوکیو په سل کلومیټرۍ کې پټ شوی او کیدی شي په افغان پولیسو برید وکړي.
د کندهار د پولیسو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې له دپلماتیکو لارو له پاکستانه وغواړي ددغه هیواد له دننه په افغانستان د طالبانو د حملو مخه ونیسی.
جنرال عبدالرزاق چې څو ځله د طالبانو له حملو بچ پاتې شوی څه موده مخکې امر کړی و چې طالبان له نیولو مخکې د جنګ پّ میدان کې له مینځه یوسي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د پولیسو یو کوماندان له خپلو پولیسو غواړي چې د پاکستان په خاوره کې طالبان په درنو وسلو سره په نښه کړي.