کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 قوس 1393 ساعت 13:12


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هلمند ، پکتیا ، خوست، ارزګان، بلخ، جوزجان، سرپل او کنړ ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۷ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او ۵۰ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲۶ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د خوست ، غزنی،لوګر، زابل، کندهار او فاریاب ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 104168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104168/۲۲-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com