کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیسو ۱۲ تنه د غلا، قاچاقو او نشه يي توکو د پلور په تور ونیول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 12 قوس 1393 ساعت 13:43


د کابل پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۲ تنه د غلا، قاچاقو او نشه يي توکو د پلور په تور د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ونیول.
شپږ تنه د غلا په تور د کابل ښار په څلورمې، اومې او لسمې امنیتي حوزو اړونده سیمو کې نیول شوي چې د کورونو څخه یې د اجناسو په غلاو کې لاس درلود نیول شوي دي.
څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور له شپږو کیلو ګرامه تریاکو او یوه عراده کرولا موټر سره د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
دوه تن د نشه يي توکو د پلور په تور د کابل ښار اومې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې نیول شوي او اعتراف یې کړی چې، نشه يي توکو روږدو کسانو باندې یې نشه يي توکي پلورل.
د افغانستان ملي پولیس په ځانګړې توګه د کابل پولیس شپه او ورځ زیار باسي څو د امن، باثباته او ډاډمن امنیت په موخه د هر راز جرایمو پروړاندې کړندئ مبارزه وکړي او په دغه لار کې هيڅ راز سپمونه ونه کړي.


د مطلب کود: 103285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103285/د-کابل-پولیسو-۱۲-تنه-غلا-قاچاقو-او-نشه-يي-توکو-پلور-په-تور-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com