کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردګ: افغان ځواکونه دې مخالفینو پرضد پرله پسې عملیات وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 عقرب 1393 ساعت 13:44


د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼی وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد پرله پسې پوځي عملیات وکړي څو په پلازمېنه کابل کې امنیت ټینګ شي.
ښاغلي خوګیاڼي دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په میدان وردګوکې د دېره پوځي ځواکونو له مرکزونو څخه د لیدنې لپاره میدان ښار ته تللی و.
د میدان وردګو د والي ویاند وايي چې ښاغلي خوګیاڼي همدا راز له لوی درستیزه وغوښتل چې په دې ولایت کې موظفو سرتېروته باید کافي وسلې او مهمات ورکړل شي څو امنیت ټینګ کړای شي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، افغان چارواکي میدان وردګ مهم ګڼي او په دې باور دي چې د دې ولایت امنیت به د کابل پر امنیت مثبت اغېز وکړي.


د مطلب کود: 102302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102302/میدان-وردګ-افغان-ځواکونه-دې-مخالفینو-پرضد-پرله-پسې-عملیات-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com