دفلسطین د ویب سایټ د رپوټ په اساس، د صهیونیسټی رژیم پوځیانو نن سهار، د بیت المقدس په ختیځ، د سلوان په ښارګوټی کی، د معتز ابراهیم خلیل حجازی په کور باندی په حملی سره چی ۳۲ کلن ؤ، دئ په ډزو سره شهادت ورساوه .
خلیل حجازی، د خپل عمر ۱۲ کلونه د صهیونیسټی رژیم په بند کی تیر کړی ؤو .
په همدی حال کی، یو صهیونیسټ ښارګوټی میشت، پرون د اردن سیند په لویدیځه غاړه کی، د نابلس په جنوب کی، د حواره په ښارګوټی کی، یو ۱۲ کلن فلسطينئ ماشوم، په موټر وویشت، او هغه یی ټپی کړ .