کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: د ټلویزیوني خپرونو په وسایلو مجهز ۳موټر له اصلي بیې درې برابره ګران پېرودل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 عقرب 1393 ساعت 14:53


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د ټلویزیوني خپرونو په وسایلو مجهز درې موټر له خپلې اصلي بیې درې برابره ګران پېرودلي دي.
د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې د دې موټرو د معاملې څرنګوالی توضېح کړي.
سیګار وايي، د ټلویزیوني خپرونو د دې سیارو دستګاوو د رانیولو هدف د سپورتي پروګرامونو- لکه د کرکټ، فوټبال او بزکشۍ په څېر د مسابقو خپرول و، خو دا اداره وايي چې له دې موټرو څخه تراوسه ګردسره کار نه دی اخیستل شوی.


د مطلب کود: 101007

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101007/سیګار-د-ټلویزیوني-خپرونو-په-وسایلو-مجهز-۳موټر-له-اصلي-بیې-درې-برابره-ګران-پېرودل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com