کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لاوروف: ناټو د افغانستان د امنیت لپاره د ډله ییز امنیتي تړون وړاندیزونه رد کړي

دصدیا افغان خبری اژانس(اوا) , 28 میزان 1393 ساعت 16:02


تاند- د روسیې د بهرنیو چار وزیر وايي چې ناټو په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د ډله ییزو امنیتي ټړون له ټولنې (CSTO) سره همکاري رد کړې ده.
د ریا نووستي روسي خبري اژانس د راپور له مخې سرګی لاوروف نن /دوشنبه/ وویل چې ناټو د ایډیالي او خیالي دلایلو په وجه له ډله ییز امنیتي ټړون سره د افغانستان د حالاتو په برخه کې همکاري رد کړې ده.
لاوروف وویل:«په ناټو کې زموږ شریکانو په تېرو ۱۰ کلونو کې له ډله ییز امنیتي تړون سره د همکارۍ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو په اړه زموږ وړاندیزونه پر له پسې رد کړي دي.»
ده وویل چې ډله ییز امنیتي تړون تل له افغانستان سره په خپلو پولو کې تروریستي ضد او د مخدرو موادو ضد فعالیتونه کړي دي.
په ډله ییز امنیتي تړون کې د روسیې ترڅنګ، ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري.
د دغو هیوادونو په منځ کې تاجکستان او ازبکستان له افغانستان سره پوله لري.
روسیه تل وايي چې په افغانستان کې د تروریزم او مخدرو موادو له درکه اندېښنه لري. دا هیواد په عین حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر حضور یو نیم وخت نیوکې کوي، د هغو پر وتلو هم اندېښنه ښيي.


د مطلب کود: 100731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100731/لاوروف-ناټو-د-افغانستان-امنیت-لپاره-ډله-ییز-امنیتي-تړون-وړاندیزونه-رد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com