کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۸تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1393 ساعت 11:18


 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان، کندهار ، زابل ، ارزګان ، غزنی ، خوست  او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،  ۴ تنه ټپیان او۴  تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
 
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د غزنی ، کندهار او لغمان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول


د مطلب کود: 100709

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100709/۱۸تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com