دامریکا متحدو ایالتونو، جرمني، بریتانیا، فرانسې او ایټالیا د لیبیا روان تاوتریخوالی وغانده او د جګړې د فوري بندېدا غوښتنه یې وکړه.
پنځو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل؛ که لیبیايي او نړیوال تروریستان له دغه هیواده د یوه خوندي پناهځای په توګه کار واخلي؛ د ازادۍ لپاره به د لیبیا د خلکو سختې مبارزې له خطر سره مخامخ شي.
لیبیا په داسې حال کې په تشدد کې ښکېله شوې چې بېلابېل قبایل او اسلامي ډلې د لیبیا له پوځ سره د هیواد د مختلفو سیمو د نیولو پر سر جګړه کوي.
د لیبیا حکومت له پلازمېنې طرابلس څخه وتلو ته اړ شوی او دا ښار اوس د بېلابېلو قبایلي ډلو په کنټرول کې دی.