کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپا د پارلمان مشر د پي کې کې د وسله وال کولو ملاتړ وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 میزان 1393 ساعت 13:48


د رویټرز د راپور له مخې د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتز وویل د داعش په وړاندې باید د کردستان د کارګرانو ګوند وسله وال په نویو وسلو سمبال شي او ترکیه هم باید په دې برخه کې د اروپا له امنیتي سازمانونو سره له نږدې ملګرتیا وکړي.
پې کې کې کلونه کیږي چې د ترکېې د دولت پر ضد په جګړه بوخت دي او د کرد میشتو سیمو خپلواکي غواړي
 تر دې وړاندې هم لودیځ د عراق کردان د داعش په وړاندې په نویو او پرمختللو وسلو سمبال کړي ؤ
شولتز پر اردوغان هم سختې نیوکې وکړې او زیاته ېې کړه ترکیه باید د داعش په وړاندې څرګند دریځ خپل کړي
هغه له ترکېې وغوښتل د داعش په وړاندې په مستقیم او قدرتمندانه ډول مبارزې ته مخه کړي
شولتز وویل ترکیه باید دهغو ترهګرو مخه هم ونیسي چې غواړي د دې هیواد له لارې اروپا ته لاړ شي.


د مطلب کود: 100660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100660/د-اروپا-پارلمان-مشر-پي-کې-وسله-وال-کولو-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com