کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، تاجکستان ته درې ورځنی رسمي سفر درلود

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 28 اسد 1392 ساعت 9:16


څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د یوه پلاوي په مشرۍ د روان کال د زمري د میاشتې په ۲۴ مه تاجکستان ته درې ورځنی رسمي سفر درلود. په دغه سفر کې افغان پلاوي د تاجکستان له چارواکو سره د ګازو د نللیکې په غځیدو، د بریښنا په لیږد، د ترانزیټي مالونو په ترانسپورټ او د ریل پټلۍ د جوړیدو په اړه ګټورې خبرې وکړې.
تاجکستان ژمنه وکړه چې نژدې 30 افغانانو ته به د ریل پټلۍ په تخنیک کې روزنه ورکوي. د افغانستان بار لرونکو لاریو ته به داسې روډ پاس (Road Pass) ورکوي چې کولای شي د تاجکستان هرې برخې ته مالونه په اسانۍ سره ولیږدوي. د تاجکستان چارواکو همدا راز افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزې د ورکړې په اړه د خپلې ژمنې پخلی وکړ.



ددې سفر په اړه مطبوعاتي اعلامیه تاسو ته پخوا لیږل شوې وه، خوشاله یو چې د نوموړي سفر په اړه انځورونه له تاسو سره شریکوو.


د مطلب کود: 72656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/72656/1/د-افغانستان-مالیې-وزیر-ډاکټر-حضرت-عمر-زاخیلوال-تاجکستان-ته-درې-ورځنی-رسمي-سفر-درلود

آوا
  https://www.avapress.com