دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 130851
بین المللی امنیت؛ تروریزم او دتروریزم څخه لوړ

محمد جواد ظریف؛ دایران دخارجی وزیر په یو یادداشت کی چی دنیویارک تایمز ورځپاڼه یی خپره کړی وو سعودی عربستان څخه شدید انتقاد وکړ او وهابیت یی دتروریستی حملو مهم سرمنشآ ومنله او دوهابیت په مقابل کی دجهانی دائتلاف غوښتونکی سو.
ښاغلی ظریف په دا یادداشت کی چی د ( راځی چی جهان دوهابیت څخه خالی کړو ) تر عنوان لاندی منتشر سوی وو، راوړی دی: په دی ورځو کی دوهابیت ډله هغه ګټه چی ددوی په نصیب سوی دی په خپل کالیو کی نه ځاییږی. او ددوی اخیری پروژه دادی چی په موږ قبول کړی چی دنصره جبهه چی دالقاعدی یو شاخه وو او نور ددی ډلی همپیمانه نه دی.
ښاغلی ظریف، دټولو افراطی ډلو لکه داعش، او حتی بوکوحرام چی په افریقا کی منځته راغلی دی دسعودی عربستان تر حمایت لاندی بولی او دوهابیت دفکرو څخه بولی او دتیر کال درانده حملی په فرانسه کی او نور اروپایی هیوادونو کی یی هم په برکی نیولی دی او هغه یی داسلام څخه دباندی ارزیابی کړی دی.
دایران دخارجی وزیر مقاله دکارپوهانو له نظره په ډیر حساس شرایطو کی خپاره کیږی؛ هغه شرایط چی چی نړی په ډیر کم سابقی ډول سره دسعودی عربستان دقدرت نیونی شاهد دی او دهغه درژیم بی ځایه تجاوزات دهیوادو پرمستقلو منطقو باندی دمذهبی تفرقی لپاره دوهابیت دایدئولوژیو څخه بولی.
دتحلیلګرانو په باور، سعودی رژیم دنفتی دالرو او غربی هیوادو ته په تکیی سره فکر کوی چی فرقه ګرایی دمسلمانانو ترمنځ ایجادوی چی دا دهر نړی خوړونکی هیوادونو مطلب دی او داسلامی هیوادو دتورو زرو او ثروت ته سترګی اچولی دی، او فکر کوی چی کولای سی دوهابیت منحط او تاریکه ایدئولوژی داسلام پر جهان باندی قبول کړی.
دسعودی درژیم دمهمو وسایلو څخه ودی هدف ته دتکفیری او تروریستی ډلو منځته راوړل دی چی په اسلامی هیوادو کی دوینی حمام جاری کړی او داسلام و جغرافیی ته تغیر ورکړی او ملی مشروع حکومتونه یی ضعیف کړی.
په همدا لاره کی په سوریه، عراق، لیبی، یمن او نوروهیوادو کی جریان لرونکی بحرانونه دسعودی رژیم دننه دحلقانی ډلی پواسطه اداره کیږی.
حتی ددی حوزو څخه پورته دوهابیت خطرلرونکی ایدئولوژی ګانی بین المللی امنیت هم دخطر سره مخامخ کړی دی. دآل سعود دشاهزادو لاس درلودل دسپتامبر۲۰۰۱ په حملو کی ددی کارو یو نمونه دی.
ناظران وایی که څه هم دغربی هیوادو نفتی منافع د وهابیت دخطرو سره دمخامخ کیدو مانع ګرځی؛ خو که په ډیر وخت کی دا خطر له منځه ولاړ نه سی داخطرونه دغربی هیوادولمن ته هم ورسیږی؛ دایران دخارجی وزیر په مقاله کی هم دی مسالی ته اشاره سوی دی چی دداعش حملی پر فرانسی باندی دوهابیت دخطرو یو مثال دبین المللی صلح او امنیت ته دی.
دی ته په توجه سره، وهابیت، یواځی دشیعه او سنی وحدت په اسلام کی په خطر کی نه اچوی؛ بلکه دا خطر دونه پراخ سوی دی چی په یو بین المللی خطر باندی اوښتی دی او داخطر په دومره اندازه جدی دی که په سرعت سره له منځه ولاړنه سی حتی دبین المللی تروریزم څخه لوړ سی؛ ځکه چی دپوهانو باور دتروریزم اصلی ریشه دوهابیت په ایدئولوژیو کی نښتی دی چی دآل سعود دشاهزادګانو پواسطه هدایت او اداره کیږی.
په داحساب سره دتحلیلګرانو په باور تر هغه ځایه چی دایران دخارجی وزیر مقاله دسازمان ملل عمومی جلسی په باره کی نشر سوی دی کولای سی دیو جدی هشدار په ډول عمل وکړی او نړی دوهابیت وخطرو ته متوجه کړی.
انتظار کیږی دا مساله دسازمان ملل دعمومی جلسی یو بحث وګرځی او وهابیت یو اساسی چالش دتروریزم، قاچاق او نورو مسایلو په ډول وپیژندل سی.

https://avapress.com/vdcdkz0ffyt0sj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته