کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغاستان-هند هوایي دهلېز په پروازونو کې ځنډ او د غني په مشری غونډه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1396 ساعت 11:18


په داسې حال کې چې د افغانستان او هند ترمنځ په نوې رامنځته شوي هوایي دهلېز په پروازونو کې د ځنډ په اړه خبر ورکړل شوی دی، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری تیره ورځ د دغه پروګروام د ازمایښتي پړاو په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په لویه کې د هوایي دهلېز ازمایښتي پړاو بریالی وباله او وې ویل، د هوایي کوریډور کارونه په ښه توګه مخته ځي، خو ځینې مهال د الوتنو د مهالوېش بدلون او ځنډ په صادرېدونکو مېوواغېز کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د دوی د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د الوتنو د تنظیم په موخه دې د خصوصي سکتور اوکام ایر مسوولینو سره په همغږۍ د الوتنو مهالوېش جوړ کړي او همدارنګه دې خصوصي سکتور د هرې الوتنې لپاره له ۸۰-۱۰۰ ټنه پورې مېوه د صادرولو لپاره برابره کړي.

نوموړې د مالیې وزارت او ګمرکاتو مسوولینو ته دستور ورکړ چې د هوایي کوریډور د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دې د لازمې بودجې او اسانتیاو برابرولو په برخه کې همکاري او اقدام وکړي. هغه ټینګار وکړ، د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاو ټولې ستونزې دې د اساسي حل په موخه تشخیص شي.

د ارګ ماڼی په وینا، غني د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د هوایي دهلېز له لارې له کابل او کندهار څخه پر وخت هند ته د مېوو لېږدولو په موخه دې د افغانستان د موسمي مېوو مهالوېش ترتیب کړي.


د مطلب کود: 148146

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148146/د-افغاستان-هند-هوایي-دهلېز-په-پروازونو-کې-ځنډ-او-غني-مشری-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com