کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان سل مرزی پوستو په وړاندی د پاکستانی زرو امنیتی پوستو رامنځته کیدنه

25 سرطان 1396 ساعت 14:53

پاکستانی چارواکی ددی کار لامل د افغانستان حکومت همکاری نه شتون، سیمی امنیت تامین او په عینی حال کی په پاکستان کی پر میلیونونو افغان مهاجرو باندی نظارت وښودل.


د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، جنرال آصف غفور؛ پاکستان ځواک ویاند، خبرنګارانو ته ویلی دی: د هغه هیواد نظامیان د ۲۰۰ زرو څخه ډیر ځواکونه د افغانستان سره مرز په اوږدو کی ځای پرځای کړی دی او د ۱۰۰۰ امنیتی پوستو په شاوخوا رامنځته کړی دی.

همدارنګه پاکستانی نظامی چارواکی ادعا وکړ چی افغانستان حکومت یواځی ۲۰۰ پوستی د دواړو هیوادونو سرحدونو په اوږدو کی لری.

دا پاکستانی نظامی ویاند همدارنګه ادعا کوی چی د افغانستان مرزونو په اوږدو کی دهشت افګنی ګواښ تراوسه هم سته او اسلام آباد تراوسه نه دی توانیدلی چی په مناسب ډول د هماهنګی مکانیزم د افغانستان سره رامنځته کړی. د همدی لپاره د ښاغلی غفور په وینا، اسلام آباد د افغانستان مرز په اوږدو کی کی یو اړخیزه ډول امنیتی پوستی رامنځته کیدو بل چاره نه درلود.

خو د افغانستان حکومت د پاکستان مرز په اوږدو کی حصار ګیری مخالف دی، ځکه دواړه هیوادونه تراوسه مرزی مناقشه لری.

د آمریکا غږ په وینا، د پاکستان حکومت په داسی حال کی د سیمی امنیت په اړه هڅو څخه خبری کوی چی افغانستانی چارواکی ډیر ځلی د پاکستان حکومت بالخصوص ISI   د طالبانو او حقانی ډلی څخه په ملاتړ تورن کړی دی. په ځینو برخو کی امریکایی چارواکی هم مشابه تورونه وارد کړی دی.


د مطلب کود: 146436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146436/د-افغانستان-سل-مرزی-پوستو-په-وړاندی-پاکستانی-زرو-امنیتی-رامنځته-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com