کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې هوایي بریدونه طالبانو او حقاني شبکې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1396 ساعت 14:41

په مرکز لوګر ولایت کې د امریکایي او افغان ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ ګن شمېر وسله والو ته مرګ ژوله اړولې ده.


د لوګر والي ویاند شاپور احمدزي وایي، په وژلو شویو وسله والو کې د حقاني ترهګرې شبکې د ځانمرګي بریدونو مسوول او روزنکي حاجي اسد هم شامل دي.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه هوایي و ځمکني بریدونو په مرکز پل علم اړوند په یوسف خېلو، رستم خېلو او شاه مزار سیمو کې تیره ورځ ترسره شوي.

په همدې حال کې د لوګر ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د زمري پر لسمه سهار په نهو بجو د افغان ملي امنیتي ځواکونو او ایتلاف ځواکونو په ګډو هوايي او ځمکني عملیاتو کې چې د برکي برک ولسوالۍ د رستم خېلو او یوسف خېلو په سیمه کې ترسره شول په ترڅ کې یې لس تنه وسله وال چې د حبیب آخند زاده او سید رحیم شهاب د طالبانو د ګروپ غړي وو ووژل شول او پکې د طالبانو د یو ګروپ قوماندان بهرام جان کوچی هم وژل شوی او دوه تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

لوګر ولایت مقام په یوه بل خرپاڼه کې لیکلي، چې د زمري پر لسمه د افغان ملي امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې فهیم مشهور په عبیده ، حیدر د فرید احمد زوی چې په بریالي مشهور دی او د غلام مصطفی لمسی دی ،د سر خآب د کندل د کلي اصلي اوسېدونکی د طالبانو له ۱۲ نفري سر ګروپانو څخه ګڼل کېږي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کسان د الیاس خان کلا، هود خېلو کلي د غیاث الدین له دو زامنو سره، چې ذبیح الله د عبیده ګروپ غړي او شهاب الدین د نوموړي همکار وو د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.


د مطلب کود: 147598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147598/لوګر-کې-هوایي-بریدونه-طالبانو-او-حقاني-شبکې-وسله-والو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com