کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې برمته شوې فنلنډي مېرمن خوشې شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1396 ساعت 12:37


د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کې برمته شوې فنلنډي مېرمن خوشې شوې ده.

د فنلڼد چارواکو په وینا، دغه مېرمن دروان کال په مې میاشت کې له کابل ښار څخه د نا معلومو وسله والو له خوا تښتول شوی و.

چارواکي زیاتوي، چې په پلازمینې ښار کې له یوه سویډني موسسې سره دنده ترسره کوله.

د چارواکو په وینا، د پیښې په ترڅ کې د دغه مېرمن یه الماني ملګرې او د هغه یوه افغان ساتونکی هم وژل شوي وه.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت د برمتې شوې مېرمنې د خوشې کېدو د څرنګوالې په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د پیښې مسئولیت هم په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې دن هېواد په یو شمېر مهمو ولایتنو او د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د بهرنیو رضاکارانو پر وړاندې تاوتریخوالي مخ په زیاتېدو دي.

څو ورځې مخکې د بلخ ولایت مرکز په مزار شریف ښار کې هم یوه اسپانیایي مېرمن د ځینو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شوه.


د مطلب کود: 149820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149820/کابل-کې-برمته-شوې-فنلنډي-مېرمن-خوشې-شوه

آوا
  https://www.avapress.com