کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي شورا یو ګډ کمېسیون د برېښنایي تذکرو په اړه د ولسمشر فرمان څېړي

25 قوس 1396 ساعت 21:23


د برېښنایي تذکرو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان لپاره د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا يو ګډ کمېسيون جوړ شوی چې په دې اړه به خپله پرېکړه د دوشنبې په ورځ اعلان کړي.

د دغه کمېسيون غړي محمد هاشم ارتاق د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کمېسون کې د دواړو جرګو اته اته وکیلان شامل دي چې د برېښنايي تذکرو په اړه به د ولسمشر پر تقنیني فرمان بحث او خبرې کوي.

ولسمشر په خپل تقنیني فرمان کې لیکلي وو چې په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلیمې ترڅنګ، باید د ملت یا قومیت کلمه راوړل شي.

د ولسمشر دغه تقنیني فرمان د افغانستان د مشرانو جرګې له خوا تائید، خو د ولسي جرګې له خوا رد شو


د مطلب کود: 154878

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154878/د-ملي-شورا-یو-ګډ-کمېسیون-برېښنایي-تذکرو-په-اړه-ولسمشر-فرمان-څېړي

آوا
  https://www.avapress.com