کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شیعه او سنی تاریخی مقابله د تکفیری وهابیت سره

29 جوزا 1396 ساعت 0:22


د رمضان مبارکی میاشتی په ۲۱ شپه د قدر مقدس په شپه، دری تروریستی تکفیری کسان منسوب داعش ډلی پوری د کابل په لویدیځ کی د الزهرا مسجد لمونځ کوونکو باندی برید وکړ.

تروریستان د امنیتی ځواکونو مرستی او هوشیاری له امله ونه توانیدله چی خپل اصلی مقصد ته ورسیږی،؛ خو بیا هم، ځینی نظامی او غیری نظامی کسان لکه یو قومی منتفذ په دی پیښه کی شهادت ته ورسیدل او دا برید، ډیر پراخ غبرګونونه په ټول هیواد کی راوپاروله.

تروریستان سربیره پردی چی ونه توانیدله پر مسلمان لمونځ کوونکو باندی ډیر تلفات وارد کړی؛ خو د هملاری رسنیو او مشرانو په نظر وتوانیدل د هغوی مقصد لپاره عمل وکړی او هغوی مقصد د افغانستان اسلامی مذاهبو او قومونو ترمنځ شکاف او بی اتفاقی رامنځته کول وو.

انګلیسی رسنۍ، په ټول وقاحت سره، په هدفمند خبر کی ولیکل: لږ ترلږه یو پولیس او یو سیمه ایز متنفذ د کابل شیعیانو پر مسجد باندی برید کی ووژل سو!

د هغه په لړ کی، د داعش تروریستان په یو رسنیزه شبکه کی، د حاجی رمضان حسین زاده د وژل کیدو څخه په دی تروریستی برید کی، خبر ورکړ.

هر دواړه خبر د ناظرانو په نظر، د یو موضوع لاندی عنوان بندی کیږی او هغه، په افغانستان کی د اسلامی مذاهبو جنګ او فرقه ای مخامخ کیدنه دی.

د سخی په زیارت کی پر حسینی عزادارانو باندی برید په کابل او بلخ، د کابل باقرالعلوم مسجد کی پر حسینی اربعین عزادارانو باندی برید، د هرات جامع هرات باندی برید، د کابل الزهرا مسجد باندی برید او ځینی نور بریدونه لکه په غزنی، ننګرهار او... کی دا ټوله په دی مقصد ترسره کیږی چی شیعه او سنی د افغانستان د دوو اسلامی لویو فرقو په حیث، د یو بل په وړاندی قرار ونیسی او تریخ فرقه ای جنګ په دی ځل د عراق او لبنان او پاکستان وروسته په افغانستان کی هم عملیاتی سی.

ډیر وختونه داعش ددی بریدونو مسئولیت په غاړه اخلی؛ خو مشخص دی چی داعش یواځی د لاری ورکولو لپاره یو نوم دی. داعش یو خودجوشه حرکت د رښتینی اسلام بیا ژوندی کولو لپاره نه دی؛ بلکه د استکباری او نړیوالو رژیمونو له لوری یو قوی او پیچلی پروژه د اسلام وحدت ضعیفولو او د اسلامی فرقی او مذاهبو ترمنځ اختلافاتو رامنځته کولو او یو او بل مخامخ کولو لپاره دی.

هغه وخت چی رورا باکر؛ د آمریکا کنګره نماینده په رسمی توګه اعلانوی چی باید اسلامی رادیکال ځواکونه باید یو بل سره واچول سی، مقصد یی دادی چی باید اسلام خپله د مسلمانانو داخلی شخړو په واسطه بادی له منځه یوړل سی او دا همغه څه دی چی وهابیت او سلفیت د هغه ترسره کولو لپاره مامور دی.

هغه رژیمونه چی د وهابیت منحط ایدئولوژی او سلفی تروریزم څخه ملاتړ کوی، د امریکایی تسلیحاتی او نفتی پیسو سره او دداعش او بوکوحرام په شان تروریستی ځواکونو په مرسته، شپه او ورځ ددی مقصدونو د تحقق په لټه کی دی.

په داسی شرایطو کی، د ټولو مسلمانانو دنده دی، ترڅو ددی صهیونیستی او استکباری توطئی په وړاندی ویش او هوشیاره واوسی.

په لمړۍ قدم کی باید دا حقیقت روشانه سی چی وهابیت او دهغه څخه رامنځته سوی تروریزم، نه شیعه پوری اړه لری او نه هم په سنی پوری. هغوی د استکبار او صهیونیزم او صهیونیستی مسیحیت عمال دی چی مقصد یی، په نهایت کی د اسلام د منځه وړنه او پر ټولو مسلمانانو باندی د کفر سلطه دی.

داعش تروریستان که د شیعه په ماتی هم وتوانیږی چی نه سی توانیدلای، دوهم ماموریت یی د سنی له منځه وړنه ده تر څو په نهایت کی، د سلفیت او امریکایی انحرافی اسلام لپاره زمینه برابره سی او په دی ترتیب، اسلام د همیشه لپاره د یو بین المللی پراخ دین په حیث د ژوند صفحی څخه پاک سی.

وهابیان او تکفیری سلفیان، ډیر ځلی په شکاره توګه اذعان کړی دی چی امام ابو حنیفه نه قبلوی او د حنفی اهل سنت سره په اساس او اصل کی مشکل لری.

په دی حساب، د اسلام نړۍ ننۍ وضعیت او په خاصه توګه د افغانستان خلګو مشترک برخلیک د شیعه او سنی څخه نیولی، د تکفیری وهابیت سره په تاریخی تقابل کی دی.

خوشبختانه هغه پراخ غبرګونونه چی د بیلابیلو سیاسی او مذهبی او خلګو مراجعو له لوری د الزهرا مسجد برید په وړاندی شکاره کړل سو، دا هیله رامنځته کړه چی شیعه او سنی یو د بل سره وړونه دی او پوهیږی چی تکفیری هابیت د هر دواړو لورو دشمن دی او د یو په مرسته باید ددی تکفیری ډلی سره مبارزه وکړی او دا کار به د ویش ځوانانو په حرکتونو لکه د کابل پل تخنیک پوهنتون شیعه او سنی زده کوونکی له لوری حرکت، صریح موضع ګیری او دخلګو پراخ مرستی سره په سرعت سره محقق کیږی او صهیونیست ملاتړ کوونکی او منحط ایدئولوژی او تکفیر او ترور رژیمونه د همیشه لپاره به ناهیله کړی.


د مطلب کود: 144978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/144978/د-شیعه-او-سنی-تاریخی-مقابله-تکفیری-وهابیت-سره

آوا
  https://www.avapress.com