کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي چارواکي په دنده کې پاتې راغلي باید له دندو لیرې شي

30 حوت 1395 ساعت 10:49

مشرانو جرګې په پلازمېنه او ولایتونو کې د ناامنیو له کبله امنیتي چارواکي د یکشنبې په ورځ د پوښتنو لپاره ورغوښتي وه؛ خو حاضر نه شول.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي، چې امنیتي چارواکي په دندو کې پاتې راغلي او ولس ته ښکاره ځواب نه لري او په همدې لامل غونډې ته حاضر شوي نه دي.
د مشرانو جرګې غړې نیبه مصطفی زاده په ډاګه کړې، چې ټول امنیتي چارواکي ویده دي او هېوادنیو ګټو ته رښتیني او وفادار هم نه دي؛ ځکه، نو خپله دنده د خلکو او هېواد لپاره تر سره کولی نشي.
د مشرانو جرګې غړی زلمي زابلي په بشپړ ټینګار ویلي، چې یوازې د ۴۰۰ بستریز روغتون موضوع نه وه، بلکې نورې موضوعګانې هم وې، چې امنیتي مسوولین مو ناستې ته راغلي وای؛ ځکه ، نو درې واړه امنیتي چارواکي په خپلو دندو کې ناکام دي او باید له دنده لیرې شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې سخت دریځې ډلې د خپلو بادارانو پر لارښوونه هڅې کوي، چې د افغانستان حالات ګډوډ کړي؛ نو، ځکه په هېواد کې د افغان پوځ کلک ملاتړ ته بشپړه اړتیا ده.
د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې روان امنیتي حالات د اندېښنې وړ دي او حکومت باید د چارو د کابو کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.


د مطلب کود: 139550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139550/امنیتي-چارواکي-په-دنده-کې-پاتې-راغلي-باید-له-دندو-لیرې-شي

آوا
  https://www.avapress.com