کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د د زابل پر ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو برید ناکام شوی

21 جدی 1395 ساعت 7:37

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ پر ودانۍ او انیه قومندانۍ وسلوال برید وکړ، چې ناکام شو.


د آوا آژانس د خبر له مخی : ددې ولایت دوالي ویاند ګل اسلام سیال وایي؛ دا جګړه پېنځه ساعته روانه وه، چي په پایله کې دواړه اړخونه زیانمن شوي دي.

هغه زیاتوي؛ په دومره زیات شمېر طالبانو پر دې ولسوالی برید وکړ، چي د یوه ساعت په موده کې یې ځان د ولسوالۍ او امنیې قومندانی ودانۍ پوري را ورساول؛ خو د هوایي ځواک بریدونوپر شاه وتمبول او دا مهال جګړه نشته .

یوه امنیتي سرچینه بیا دنوم نه ښودلو په شرط وایي، چي په دې جګړه کي پېنځه پولیس او درې دملي اردو سرتېري او درې وسلوال طالبان وژل شوي دي .

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.


د مطلب کود: 136382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/pishkhan/136382/د-زابل-پر-ارغنداب-ولسوالۍ-طالبانو-برید-ناکام-شوی

آوا
  https://www.avapress.com