کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز هوایی برید په اړه د حامد کرزي غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سرطان 1396 ساعت 8:51

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په کندز او ارزګان ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو لخوا هوایي بمباري په کلکو ټکو غندي.


 ښاغلي کرزي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي «پخوانی جمهور رئیس دغه بمباري چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ له خلکو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولي او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په شمال کندز ولایت کې پر یوه ښوونځي د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوایي برید په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وېیلیام سالوېن وایي، د طالبانو دغه تورونه بی بنسټه دي چې پکې ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو له خوا د کندز پر یوه ښوونخي هوایي بریدونه ترسره شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، که څه هم امریکایي ځواکونه تیره شپه په کندز ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړل، خو د افغان چارواکو په وینا د ښوونځي وداني په اشپزخانه کې د اور د لګېدو له امله په نسبي ډول زیانمن شوي.

د ښاغلي سالوېن په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې تیره شپه ترسره شوه، د وسله والو طالبانو مستحکم ځایونه او ماینونه له منځه وړل شوي.


د مطلب کود: 146408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146408/د-کندز-هوایی-برید-په-اړه-حامد-کرزي-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com