کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی:

امریکا د افغانستان له لارې روسیې ته د ترهګرو د لیږلو هڅه کوي

29 حوت 1395 ساعت 11:54

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي؛ امریکا د افغانستان له لارې روسیې ته د ترهګرو د لیږلو هڅه کوي، چې مسکو ناامنه شي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، نوموړي له ملي وحدت حکومت وغوښتل، چې یا له امریکا روښانه سیاست وغواړي او یا دا هېواد له افغانستان څخه وباسي.
حامد کرزی په افغانستان کې د امریکا پالیسي نه خوښوي او په دې باور لري، چې واشنګتن په افغانستان کې د جګړو او افراطیت لمن نوره هم پراخه کړې ده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر ملي وحدت حکومت هیڅ نیوکه نه کوي؛ خو غواړي، چې حکومت د بهرني سیاست معادله له څیرمه بدله کړي. یعنې امریکایان خپله ماته په افغانستان کې ومني او له دې هېواده ووځي او پر ځای دې افغانستان د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې، چین، هند او ایران ښه ملګری شي.
امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ډېرولو هڅه کوي؛ خو حامد کرزی فکر کوي، چې دا اقدام یوازې جګړه پراخولی شي.
حامد کرزی اوس هم په افغانستان کې جنګیدونکیو ترهګرو ته روښانه تعریف نه لري او طالبانو ته د وروڼو خطاب کو؛ خو په افغانستان کې د ترهګرو په ځانګړي توګه د داعش پر فعالیت اندېښنه لري.
هغه په ډاګه کوي؛ داعش غواړي، چې د سیمې په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته جنګیالي ولیږي؛ خو د پخواني ولسمشر په باورد ترهګرو فعالیتونه هغه مهال پای ته رسیدلی شي، چې امریکا خپله پالیسي بدله او پر پاکستان فشار ډېر کړي.


د مطلب کود: 139513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139513/امریکا-د-افغانستان-له-لارې-روسیې-ته-ترهګرو-لیږلو-هڅه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com