کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ځانګړي عملیات وسله والو طانبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جدی 1396 ساعت 14:48


په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ریاست موظفینو د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سورډاګ سیمه کې د وسله وال طالبانو په دوو نظامي مرکزونو تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د څلور قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد عملیات چې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې ترسره شوي،په ترڅ کې د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد ، قاری خالد او د اسماعیل په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور شکمن کسان هم نیول شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې سراچه ډوله موټرې،یو عراده کرولا،څلور عرادې موټر سایکلونه، اووه حلقې د وسایطو ضد ماینونه، دولس حلقې ریموټ کنټرول ماینونه او ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې لمنځه وړل شوي او اتلس میله وسلې د امنیتي ځواکونو هم تر لاسه کړي دي .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 156217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156217/ننګرهار-کې-ځانګړي-عملیات-وسله-والو-طانبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com