کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته یوځل بیا د ګڼ شمېر ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سرطان 1396 ساعت 10:24


د غزني سرپرست امنيه قوماندان مصطفى مايار تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وويل، چې امنیتی ځواکونه په قره باغ ولسوالی کې ۱۳ تنه ماشومان له هغه قاچاق کوونکو له منګلو ژغورلي چې غوښتل يې ګاونډي پاکستان ته يې واړوي.

نوموړې زیاته کړه، چې قاچاق وړونکې دغه ماشومان پاکستان ته يې د وسله والو بريدونو د تيارولو په هدف روان کړي وو.

هغه زیاته کړه، چې د ماشومانو د قاچاق په تړاو درې تنه کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

تېره اونۍ هم په غزني ولايت كې پاکستان ته د تروريستي زده کړو په هدف لېږدېدونکي ۲۵ ماشومان نيول شوي وو.

د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د حقوقو مدافعان وايي، دوي په افغانستان کې د ماشومانو څخه د جګړې په لیکو کار اخیستلو اندېښمن کړي.

د راپورونو پر بنسټ ، له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه ډیر کله د حکومت مخالف وسلوال کار اخلي.

د راپورونو په وینا د حکومت مخالفو وسلوالو ماشومان د ځان وژونکیو بریدګرو او ماین ښخونکیو په توګه کارولي.


د مطلب کود: 146416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146416/پاکستان-ته-یوځل-بیا-د-ګڼ-شمېر-ماشومانو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com