کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل قره باغ خلګو پراخ لاریون اسلامی مقدساتو ته د خارجی ځواکونو بی حرمتۍ لپاره

22 سنبله 1396 ساعت 1:21

د کابل په قره باغ سیمه کی سلهاوو تنه د امریکایی ځواکونو دا اقدام په وړاندی چی اسلامی مقدساتو ته د تبلیغاتی پاڼو په خپرولو سره بی حرمتی کړی دی، لارون کړی دی.


 

د آوا په ګزارش سره، تیره اونۍ ناتو ځواکونه په افغانستان کی د پروان په ولایت کی اسلامی مقدساتو ته بی حرمتی لپاره ځینی تبلیغاتی پاڼی خپور کړی دی.

لاریون کوونکی چی نن د قره باغ په سیمه کی لاریون کړی وو، وویل چی دا پاڼۍ په قصدی توګه خپور سوی دی او د خارجی ځواکونو بخښه غوښتنه یواځی کفایت نه کوی او دولت باید دا موضوع په جدی توګه وڅیړی.

د افغانستان دولت تراوسه ددی خبری په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

لاریون کوونکی د کابل-مزارشریف لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله او د موټرونو لاستیکونو ته اور واچوله.

د خبرنګارانو په وینا لاریون کوونکی خبردارۍ ورکړ چی که اسلامی مقدساتو یو ځل بیا بی حرمتی وسی نو هغوی به بګرام نظامی پایګاه باندی برید وکړی.

 


د مطلب کود: 149738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149738/د-کابل-قره-باغ-خلګو-پراخ-لاریون-اسلامی-مقدساتو-ته-خارجی-ځواکونو-بی-حرمتۍ-لپاره

آوا
  https://www.avapress.com