کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا کې پر یوه پوهنتون د یوې سترې برید مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 اسد 1396 ساعت 14:41


ه شمال ختیځ کاپیسا ولایت کې پر یوهنتون د یوې سترې خونړی برید مخه ونیول شوه.

ځایي امنیتي چارواکي وایي، د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل د حصه والسوالی په اړوند سیمه کې پر البیروني پوهنتون برید ترسره کړي خو د وسله والو دغه پلان د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوی دی.

د کاپیسا امنیه قوماندان محمد مسعود چهاردره تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې د برید په تړاو درې تنه مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه نږدې ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې او د هاوان دوه مرمی او یو شمېر پټاقی چې د برید لپاره تیا شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي څو ورخې مخکې وویل، چې دوه دوه تنه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل د موټر سایکلونو په واسطه د امنیتي ځواکونو د موټرو پر قطار برید ترسره کړي د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

کاپیسا د افغانستان په شمال ختیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د کاپیسا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.


د مطلب کود: 147992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147992/کاپیسا-کې-پر-یوه-پوهنتون-د-یوې-سترې-برید-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com