کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سنامجلس غړۍ: د افغانستان دولت د مسجدالاقصی محاصره د اسرائیلی غاصبینو له لوری، په سختوټکو محکوم کړی

26 سرطان 1396 ساعت 15:25


 

د سنا مجلس یو غړۍ د افغانستان دولت څخه وغوښته ترڅو د مسلمانانو لمړۍ قبلی یعنی مسجدالاقصی محاصره د اسرائیلو غاصب رژیم له لوری، په وړاندی غبرګون وښیی او محکوم یی کړی.

د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، میرحاتم تره خیل، د افغانستان سنا مجلس غړۍ د پرون په ناسته کی وویل چی مسجد الاقصی د څو ورځو راهیسی د غاصبینو له لوری محاصره سوی دی او هلته چاته د لمونځ کولو اجازه نه ورکول کیږی.

ښاغلی تره خیل په دی بیان سره چی بیت المقدس د مسلمانانو لمړنۍ قبله دی، زیاته کړه: مسجدالاقصی دا یواځی د فلسطین په مسلمانانو پوری نه مربوطیږی، بلکه د ټول نړۍ مسلمانانو پوری مربوطیږی او باید د هغه څخه دفاع وکړی.

هغه د سنا مجلس او افغانستان دولت څخه وغوښته چی د اسرائیل غاصب رژیم دا عمل محکوم کړی.


د مطلب کود: 146506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146506/د-سنامجلس-غړۍ-افغانستان-دولت-مسجدالاقصی-محاصره-اسرائیلی-غاصبینو-له-لوری-په-سختوټکو-محکوم-کړی

آوا
  https://www.avapress.com