کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې یو افغان سرتېري پخپلو ۵ ملګرو وسلوال برید کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1396 ساعت 15:18


د غور سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د د غه ولایت د مرکز په یوه پوځي اده کې د عامه امن او نظم یو سرتېري پر خپلو ۵ همکارو وسلوال برید کړی، چې په کې  دوه سرتېري وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان دي.

دغور ولایت امنیه قومندان غلام مصطفی محسني زیاته کړې، چې تورن سرتېري نیول شوی؛ خو تر دې دمه د پېښې په اړه بشپړې څرګندونې تر لاسه شوې نه دي.

دغه راز د غور ولایت د فیروزکوه په اړوند سیمه کې له کوره د یوې نجلۍ تېښتې دوه سیمه ییز طالب قومندانان په وسلواله نښته کې ښکېل کړل.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، چې د ښکېلو غاړو په نښته کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

همدارنګه د دې ولایت په تولک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او طالبانو په نښته کې دوه ښځې وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

ویل کیږي، چې ډېرې نښتې د حزب او طالب قومندانانو ترمنځ له عشرو زکاته د سرغړونې په صورت کې رامنځته کیږي. 


د مطلب کود: 156352

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156352/په-غور-کې-یو-افغان-سرتېري-پخپلو-۵-ملګرو-وسلوال-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com