کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی ځواکونو کاروان په بګرام کی تر انتحاری برید سره مخ سو

21 سنبله 1396 ساعت 1:04

پرون د غرمی ۰۲:۰۰ بجو په شاوخوا د آمریکایی ځواکونو کاروان د بګرام په ولسوالی کی د یو انتحاری موټر سره مخ سو.


 

 

د آوا په ګزارش سره، یو انتحاری کوونکی د خپل موټر سره امریکایی ځواکونو تر هدف لاندی ونیول.

د پروان سیمه ایز چارواکی انتحاری برید رامنځته کیدنه تایید کړی او ویلی دی چی په دی برید کی دری غیری نظامیان ټپیان سوی دی.

امریکایی مستقر چارواکی په بګرام کی تراوسه ددی انتحاری برید څخه راولاړ تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی.

دا برید پروان ولایت بګرام ولسوالی سیغانی سیمه کی ترسره سوی دی.

په همدی حال کی طالبانو د یو فوری خبر په خپرولو سره ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

طالبانو ادعا کړی دی چی په دی برید کی لږ ترلږه ۱۳ تنه امریکایی نظامیان وژل سوی او ۱۱ تنه نور ټپیان سوی دی او امریکایی ځواکونو دری تانکه له منځه وړل سوی دی.

همدارنګه طالبانو ویلی دی چی دا برید د پکتیکا ولایت اوسیدونکی احمد په نامه یو کس له لوری ترسره سوی دی.

پیښی سیمی پوری ختمیدونکی ټولی لاری امریکایی ځواکونو بند کړی دی او چاته اجازه نه ورکوی چی عبور وکړی.


د مطلب کود: 149684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149684/امریکایی-ځواکونو-کاروان-په-بګرام-کی-تر-انتحاری-برید-سره-مخ-سو

آوا
  https://www.avapress.com