کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش ډله په ختیځ کې خپل فعالیتونه له ننګرهاره اداره کوي

28 حوت 1395 ساعت 11:02

د اچین ولسوال وايي چې داعش ډله د هېواد په ختیځ کې تراوسه هم خپل فعالیتونه له دغې ولسوالۍ څخه اداره کوي او دغه ډله د اچین په ولسوالۍ کې پوځي اډې،روزنیز مرکزونه،بند خونې، او محکمې لري.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د اچین ولسوال عیسي خان ځواک وویل:«موږ د تعرض په حال کې یوو،موږ ډېر ګواښ نه احساس کوو،خو کابو د هغوی اتیا سلنه یې بهرني وګړي دي.»
په اچین کې د جګړې واقعیت دا دی چې له داعش څخه نړیوال ملاتړ د دغې ډلې د حضور د دوام لامل شوی دی.
د سیمه‎ييزو پولیسو قومندان عبدالصمد وویل:«هغوی زموږ په سل مټرۍ کې دي.»
اچین په دې ورځو کې د هېواد په ختیځ کې د داعشیانو لپاره په مناسب بستر بدل شوی دی.
خو د دغو ټولو نهلیو په اوج کې،د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي خپل راتلونکي ته هیله من دي،له دغې ډلې زده کوونکی طارق غواړي چې ډاکټر شي او کړای شي چې د دردونو درملنه وکړي.
زده کوونکي طارق وویل:«جګړه پای ته ورسېږي،سوله غواړو موږ هیله لرو چې د اچین په ولسوالۍ کې ارامي راشي ځکه که‎چېرې امنیت نه وی هېڅکله زموږ ښوونځی پرمختګ نه کوي.»


د مطلب کود: 139469

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139469/داعش-ډله-په-ختیځ-کې-خپل-فعالیتونه-له-ننګرهاره-اداره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com