کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش او غیبی مرستو کیسه

26 سرطان 1396 ساعت 15:22


 

د ناتو ځواکونو قومانده په افغانستان کی وایی: د داعش تروریستی ډلی ډیر ځواکونه خارجیان دی چی افغانستان ته راغلی دی.

جنرال جان نیکلسون؛ د خارجی ځواکونو قومانده په افغانستان کی په دی بیان سره چی موږ د یو کال راهیسی د داعش په وړاندی خپل عملیات پیل کړی دی، وویل: ډیر داعش مسلح ځواکونه، افغان نه دی؛ بلکه هغه خارجیان دی چی افغانستان ته راغلی دی او افغانان یی د مشکلاتو سره مخ کړی دی.

دا په داسی حال کی دی چی روسی پلاوی څو ځلی ددی څخه اندیښنی څرګند کړی دی چی د ناپیژانده هلیکوپترانو په واسطه داعش کسان افغانستان ته لیږدول کیږی او سلاحوی او مهمات هم ورته رسول کیږی. ضمیر کابلوف؛ د ولادیمیر پوتین خاص نماینده د افغانستان په چارو کی په دی اړه اندیښنه څرګندولو سره وویل چی هغوی د امریکا څخه په دی اړه ځواب غواړی.

هغه د ظاهر قدیر؛ د نمایندګانو مجلس قدرتمنده غړۍ خبرو ته اشاره وکړ چی هغه ویلی وو: د افغانستان پارلمان نمایندګان په شکاره ډول سره وایی چی نظامی ناپیژانده هلیکوپتران امریکایانو پوری اړه لری.

د روسی پلاوو ادعاوو ته په توجه سره امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی په افغانستان کی امریکایی او ناتو ځواکونو قوماندی اظهار نظر، دومره شفاف او روشانه نه دی چی دا اندیښنو ته مسوولانه او قناعت ورکوونکی ځواب ورکړی.

د پوهانو په باور، د جان نیکلسون موضع ګیری په دی اړه چی په افغانستان کی د داعش ځواکونو اغلب کسان خارجیان تشکیلوی، دا ګمان رامنځته کوی چی هغوی د خارجی او داخلی مشخصو حلقاتو له لوری د لیرو سیمو څخه افغانستان ته رسول کیږی او د هیواد په ناامنه سیمو کی په داسی حال کی د داعش څخه هیڅ پیژندنه نه لری، ورسره یوځای کیږی او په دی ترتیب سره، یو راز نه ډک تروریستی ماموریت په ناپیژانده سیمه کی مخته وړی.

دی کار ته په توجه سره تحلیلګران وایی چی روسی پلاوی حق لری چی په افغانستان کی د داعش قدرت نیونی ترشا لاس پوری اندیښنه وښیی؛ ځکه په داسی هیواد کی چی هوایی حریم یی د خارجی ځواکونو له لوری دناتو او امریکا په مشری تر څارنی لاندی دی او په دی هیواد کی پراخ امنیتی پایګاوی لری، دا تصور هم نه کیږی چی داعش تروریستی ډله د یو خطرناکه او بین المللی امنیت په وړاندی د یو ګواښ په حیث، خپل نفوذ او سلطه او قلمرو د پراختیا په حال کی وی؛ خو امریکا او ناتو غړی هیوادونه ددی کار څخه بی خبره وی.

بی له شکه، هغه ځواکونه چی د جان نیکلسون په وینا د افغانستان مرزونو دباندی څخه و افغانستان ته راځی او ځان داعش ډلی ته رسوی او ډیری یی هم خپل کورنۍ د ځان سره افغانستان ته راوړی، د آسمان څخه نه راځی، هغوی د هلیکوپترونو په اصطلاح سره د ناپیژانده هلیکوپترانو په واسطه د خپل سیمی څخه و ننګرهار او توره بوره او لوګر او کنر او نورستان او داسی نورو سیمو ته رسیږی.

د پوهانو په باور، د سیمه ایزو ارشد مقاماتو افشاګری ته په توجه سره نور به ددی خبری په صحت که به کوم شک نه وی او نور به خلګ د ناتو او افغانستان امنیتی ځواکونو ویاندانو خبری باندی باور ونه کړی، چی دوی وایی چی دا خبری رښتیا نه دی او کوم روشانه شواهد په دی برخه کی نسته.

هغوی مکررا په داسی حال کی داعش پوری غیبی مرستی رسونی په اړه خبری کوی چی حتی یوځل هم صادقانه او آزادانه ډول سره په دی اړه څیړنه نه دی کړی او د خپلو خبرو لپاره شواهد او اسناد راټول کړی.

بناپردی، د ناپیژانده هلیکوپترانو په اړه دوه احتمال شتون لری: یا هغوی مستقیمآ امریکایی او ناتو مستقر ځواکونو پوری اړه لری، او یا هم ناتو او امریکایان، ددی هلیکوپترانو ماموریت څخه اطلاع درلودلو سربیره، حاضر نه دی د هغوی په وړاندی کوم اقدام ترسره کړی، په هر دواړو صورتونو کی، د روسی پلاوی تورونه په دی برخه کی صحیم دی او یو بی طرفه او آزاد څیړنی ته اړتیا لری.


د مطلب کود: 146505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/146505/داعش-او-غیبی-مرستو-کیسه

آوا
  https://www.avapress.com