کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ووژل شول

22 جدی 1395 ساعت 7:53

د کندر د والي ویاند وايي چې چاودېدونکي توکو په یوه کوچ کې ځای پر ځای شوي او هغه مهال نن ماښام وچاودېدل چې د کندهار سیمه‎ييز چارواکو په افغانستان کې د دغه ولایت په مېلمستون کې د عربو د متحده ایالاتو سفیر،او کونسل کوربه توب کاوه.


د آوا آژانس د خبر له مخی : د کندهار ولایت په مېلمستون کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د کندهار یو شمېر چارواکي، قومي مشران او د عربو د متحده اماراتو د سفیر د څلورو ساتونکو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې د دغې پېښې مرګ ژوبله ۲۲ تنو رسېږي چې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور هم ټپيان شوي دي.

د کندر د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې چاودېدونکي توکو په یوه کوچ کې ځای پر ځای شوي او هغه مهال نن ماښام وچاودېدل چې د کندهار سیمه‎ييز چارواکو په افغانستان کې د دغه ولایت په مېلمستون کې د عربو د متحده ایالاتو سفیر،او کونسل کوربه توب کاوه.

خپلواک وايي چې په دغې پېښې کې د کندهار والي همایون عزیزي،د عربو د متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او کونسل ټپيان شوي دي.

د عربو د متحده اماراتو سفیر دغه ولایت ته د یوه روزنتون د پرانستو لپاره تللی وه.


د مطلب کود: 136425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136425/د-کندهار-ولایت-په-مېلمستون-کې-چاودنې-له-امله-۱۱-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com