کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د هیروئینو کاروبار د بریتانیا او امریکا د ناکامي ښکارندوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جدی 1396 ساعت 12:19


نیویارک ټایمز خپرونې د افغانستان د جګړې لپاره د واشنګټن له لوري پاکستان ته د مرستو د ځنډیو مسئله څېړلې ده.

یو شمېر راپورونه وایي چې د دې مرستو اندازه دوو میلیارډو ډالرو ته رسېږي او امریکایي چارواکي وایي، تر هغو به دا پیسې پاکستان ته ورنه‎کړي چې په خپله خاوره کې یې د حقاني شبکه او افغان طالبان نه‎وي ځپلي.

نیویارک ټایمز د محمد ساجد په نوم د یوه کتونکي مقاله خپره کړې، د دې ليکنې په پیل کې راغلي چې د احساساتو له‎مخې دا خبره سمه ښکاري چې هغه هېواد باید سزا وویني چې په تېرو ۱۶ کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکایانو له دښمنانو سره مرسته کړې ده، خو د ورځپاڼې په باور باید په دې پوه شو چې پاکستان تر هغه ځواکمن دی چې تصور یې کوو.

ورځپاڼه د دې واک او ځواک په اړه د پاکستان جغرافیایي موقعیت ته اشاره کوي چې په لویدیځ کې یې قبایلي سیمې او غرونه دي او په ختیځ کې یې هوارې دښتې چې له دې موقعیته یې په خپل لنډ تاریخ کې د خپلو ګاونډیانو پر ضد استفاده کړې ده.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې وړاندې راغلي چې دغه جغرافیایي موقعیت پاکستان ته دا زمنیه برابره کړې ده چې په نېژدې سیمو کې نیابتي جګړه مخته یوسي.

د ورځپاڼې په باور، د پاکستان پوځ او د استخباراتو ادارې په پټه د هند د مخالفینو او د افغانانو د مخالفینو ملاتړ کړی دی.

نیویارک ټایمز بیا د پاکستان جغرافیایي موقعیت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ټرانزیټ لپاره مهم ګڼي او لیکي:

واشنګټن ورته تسهیلات له ایران او نورو نه‎شي ترلاسه کولی.

ګارډین

یوې بریتانیایي ورځپاڼې، ګارډین بیا د افغانستان د نشه‎یي موادو مسئله په خپله تازه ګڼه کې څېړلې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د هیروئینو کاروبار د بریتانیا او امریکا د ناکامي ښکارندوی دی.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له ۱۶ کلونو او یو تریلیون ډالر لګښته، لاهم د افغانستان جګړه پای ته نه‎ده رسیدلې، خو د لویدیځ مداخله د دې باعث شوې ده چې افغانستان په نړۍ کې د مخدر موادو په یوه تولیدونکي هېواد بدل شي.

ګارډین وړاندې لیکلي چې څرنګه دغه هېواد له مخدر موادو خلاصیدلی شي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د کرنې په برخه کې وړې پانګونې په میلیونونو بزګرانو ته کارونه پیدا کولی شي. دغه بزګران چې کوکنار کري په دې ډول به عواید ترلاسه کړي او مخ به ترې وګرځوي.

ګارډین د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي:

که نړیواله ټولنه د افغانستان د کلیوالو سیمو د ودې له لارې د کوکنارو غم وخوري، دغه هېواد به د مخدر موادو له تولیده پاک شي او د شخړو کچه به هم له دې سره په افغانستان کې راښکته شي.


د مطلب کود: 156144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156144/افغانستان-کې-د-هیروئینو-کاروبار-بریتانیا-او-امریکا-ناکامي-ښکارندوی

آوا
  https://www.avapress.com