کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکي کال کې پر شپاړس زره جریبه ځمکه بڼونه جوړیږي

29 حوت 1395 ساعت 11:44

د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې پر شپاړس زره جریبه ځمکه بڼونه جوړ کړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد ټینګار کوي، چې د نویو بڼونو د جوړولو تر څنګ به پخواني بڼونه هم په عصري ‌بڼه بیا ورغوو.
لطف الله راشد زیاتوي، په پام کې لرو، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ۱۶ جریبه ځمکه بڼونه جوړ کړو؛ خو دا هیله به هغه مهال بشپړه شي، چې غوښتونکي ولرو.
د نوموړي په وینا؛ پر کروندګرو به د کرکیلې د اړتیا وړ وسایل هم ووېشل شي.
افغانستان د بڼونو د ودې لپاره مناسبه هوا او چاپیریال لري، او ډیر کورني تولیدات د همدې بڼونو دي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې هڅه کوو بڼونو ته په ټول هېواد کې پراختیا ورکړ شي.
ځینې کروندګر د کرنې پر وزارت نیوکه کوي، چې هر کال ژمنې کیږي؛ خو په عمل کې څه نشته.
بڼوال غلام نقشبند وایي، له مونږ سره باید تخمي او تخنیکي مرستې تر سره شي.
یو بل بڼوال امین الله نومی وایي، چې له مونږ سره دې د نباتي ناروغیو د درملو او سرې مرسته وشي
. دغه راتز بڼوال د سړخونو نشتون او له هېواده بهر بازارونو ته نه لاسرسی د خپلو حاصلاتو د له منځه تلو ستر لاملونه بولي.


د مطلب کود: 139512

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139512/په-راتلونکي-کال-کې-پر-شپاړس-زره-جریبه-ځمکه-بڼونه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com